
کابل ټیلیګراف – ۲۱ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د روسیې د فدرالي امنیتي خدمت رییس، الکساندر بورتنیکوف، په مسکو کې ویلي، د داعش په څېر ډلو فعالیتونه د لویدیځ د پالیسیو له امله زیات شوي دي. هغه د سوریې د قدرت بدلون، د غزې جګړه، پر ایران فشار، او د لیبیا وضعیت د سخت دریځۍ د پراختیا لاملونه وبلل.
بورتنیکوف زیاته کړه چې داعش په افغانستان کې هم خپل فعالیتونه پراخ کړي او په سوریه کې د هغوی د نفوذ نښې هم لیدل شوي دي. د ټاس خبري اژانس د راپور لمخې، هغه دا وضعیت د لویدیځ له هغو هڅو سره تړلی وباله چې غواړي خپل جیوپولیټیکي موقعیت وساتي او له ترهګرو ډلو استفاده کوي.
اسلامي امارت بیا وايي، د افغانستان خاوره د سیمې هېوادونو ته خوندي ده او داعش یې ځپلی دی.