
کابل ټیلیګراف – ۲۲ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو وروسته، واشنګټن پرېکړه کړې چې په منځني ختیځ کې د خپلو کارکوونکو شمېر کم کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ اعلان وکړ، چې په منځني ختیځ کې د امنیتي ګواښونو زیاتېدو له امله د خپلو کارکوونکو شمېر کموي.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، د دې پرېکړې له مخې به په کویټ، بحرین او عراق کې د امریکا سفارتونو کارکوونکو شمېر کم شي.
د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې زیات شو، چې دواړو هېوادونو ګواښ وکړ، که اټومي مذاکرات ناکام شول نظامي اقدام به کوي.