افغانستانخبرونه

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر د ازبیکستان له ولسمشر سره کتلي

کابل ټیلیګراف – ۲۲ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د امارتي شرکتونو لوی رییس مولوي احمدجان بلال او ورسره مل پلاوي د تاشکند پانګونې نړیوال څلورم فورم په څنډه کې د اوزبیکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره کتلي.

یاده کتنه کې دواړو خواوو د سوداګرۍ، اقتصاد، ترانسپورټ، لوجیستیک، انرژۍ، کرنې او  د کانونو د استخراج په برخو کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړي دي.

د کتنې په پای کې، د صنعت او سوداګرۍ وزیر د تاشکند پانګونې نړیوال څلورم فورم کې د افغانستان په تړاو د اوزبیکستان د ولسمشر له دریځه مننه او قدرداني کړې.