خبرونهنړۍ

د ټرمپ د کډوالۍ پالیسیو پر ضد لاریونونه د امریکا نورو ایالتونو ته هم وغخیدل

کابل ټیلیګراف – ۲۲ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ پالیسیو پر ضد له کالیفورنیا پیل شوي لاریونونه د امریکا بېلابېلو ایالتونو ته غځیدلي.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د کډوالۍ چارواکو پر ضد په بالټیمور، نیویارک، اټلانټا او شیکاګو په ګډون بېلابېلو ښارونو کې لاریونونه ترسره شوي.

راپور وايي، په نیویارک کې شاوخوا دوه نیم زره کسانو لاریون وکړ، چې وروسته پولیسو ۸۳ لاریون کوونکي ونیول.

د دغه را پورنو له مخې؛ په سان فرانسیسکو کې ۱۵۰، په شیکاګو کې ۱۷ او د کالیفورنیا له جنوبي سیمو څخه ۳۳۰ لاریون کوونکي نیول شوي دي.

بل لور ته، په لاس اینجلس کې حکومت فوځ ته د ولسي وګړو د نیولو اجازه ورکړې ده.

د یادونې وړده، چې په لاس اینجلس ښار کې د غیرقانوني کډوالو پر ضد د چاپو له امله لاریونونه پیل شوي دي.

دغه لاریونونه د لاریون کوونکو، پولیسو او کډوالۍ اړوند چارواکو ترمنځ په اخ وډب د اوښتو لامل شوي دي.