عجایب
یوې امریکایۍ نجلۍ د اسلام قبلولو وروسته له یوه پاکستان سره واده وکړ

کابل ټیلیګراف – ۲۲ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د کیرنشا میډیسن کریس په نوم یوه ۲۷ کلنه امریکایۍ میرمن د مینې غځیدلې تار پاکستان ته رسولې او په دغه هېواد کې د اسلام په دین له ایمان راوړلو وروسته له یوه پاکستاني سره واده وکړ.
د میډیسن او ۲۹ کلن نعیم الحسن ترمنځ اړیکه له تیرو دوو کالونو راهیسې د ټولنیزو رسنیو څخه پیدا او په واده کولو سره یې دوام وموند.
دغه میرمنې ته اسلامي نوم عایشه کېښودل شوی.
د یادونې وړده، چې یادې امریکایۍ میرمنې پخپل هېواد کې بل واده هم درلود او له هغه خاوند څخه یې درې اولادونه دي.
یادې میرمنې ویلي، چې د پاکستاني نعیم سره یې د اړیکې وروسته له خپل پخواني خاوند طلاق اخیستی.