افغانستانخبرونه

فراه کې د ترافیکي پېښې له امله ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف – ۲۲ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د فراه ولایت په فراه رود ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله دوه تنه وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د دغه ولایت سرچینو ویلي، د فراه ولایت د “فراه‌رود” ولسوالۍ په “چکاب” سیمه کې د هرات-کندهار پر لویه لار یوه ترافیکي پېښه شوې چې لږ تر لږه دوه کسان یې وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

سرچینې وايي، دا پېښه تېره شپه د فیلډر او ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د طالبانو محلي چارواکو په فراه کې د دې پېښې پخلی کړی دی.

د فراه‌رود ولسوال محمد صادق جهادمل د پېښې لامل د موټر چلوونکو تېز رفتار او بې احتیاطي بللې ده.

هغه د وژل شویو او ټپیانو د هویت او وضعیت په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

په افغانستان کې هر کال ترافیکي پېښې د سلګونو کسانو ژوند اخلي او سلګونه نور ټپیان کوي.

د دې پېښو زیاتره لاملونه د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د ترافیکي نښو نشتوالی او د سړکونو خرابوالی بلل کېږي.