
کابل ټیلیګراف – ۲۲ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د راپورونو له مخې؛ د تیرو ۲۴ ساعتونو پر مهال په غزه د اسرائیلو بریدونو کې ۱۲۰ تنه فلسطینیان وژل شوي او تر ۴ سوو شاوخوا کې نور ټپیان شوي دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، نن ۵ شنبه د اسرائیلو په ډزو کې ۵۷ هغه فلسطینیان هم وژل شوي او ۳۶۳ نور ټپیان شوي، چې د مرستو اخیستو لپاره په لیکه کې ولاړ وو.
د دغه وزارت د را پورو له مخې؛ له هغه وخت راهیسې چې د امریکا او اسرائیلو په ملاتړ د غزې بشري بنسټ فعالیت پیل کړی، له ۲۲۰ څخه زیات فلسطینیان د خوراکي مرستو اخیستلو پر مهال د اسرائیلي ځواکونو په ډزو کې شهیدان شوي دي.
ملګرو ملتونو هم د فلسطینیانو پر وړاندې د اسرائیلي ځواکونو ډزې غندلې دي او ویلي یې دي چې دوی د غزې بشري بنسټ (GHF) سره همکاري نه کوي.