افغانستانخبرونه

افغانستان کې د عرفې او اختر په ورځو کې څه باندې ۲ سوه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف – ۲۲ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال 

چارواکي وایي، د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې د عرفې او اختر په ورځو کې د ترافیکي پېښو له امله ۴۳ تنه وژل شوي او ۱۵۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د ترافیکو عمومي ریاست وایي، د عرفې جمعې ورځې څخه تر سې شنبې ورځې پورې په ټول هېواد کې ۱۱۷ ترافیکي پېښې ثبت شوي.

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې، په دې پېښو کې ۴۳ کسان وژل شوي او ۱۵۸ نور ټپیان شوي دي، چې په قربانیانو کې ۳۱ نارینه، ۲ ښځې او ۱۰ ماشومان شامل دي، دغه راز د ټپیانو په منځ کې ۱۲۳ نارینه، ۱۱ ښځې او ۲۴ ماشومان راپور شوي دي.

د ټرافیکي پولیس عمومي ریاست د دې پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بللې ده او له وګړو یې غوښتي چې ټرافیکي اصول او قوانین مراعات کړي.