
کابل ټيلیګراف – ۲۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره ټیلیفوني خبرو کې پر دغه هېواد د اسراییل برید غندلی او د پوځي قومندانانو، ملکیانو او اټومي پوهانو د وژل کېدو له امله یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
پوتین ویلي، روسیه چمتو ده چې د دواړو خواو ترمنځ منځګړیتوب وکړي.
مسعود پزشکیان بیا ټینګار کړی چې ایران د اټومي وسلو د تولید په لټه کې نه دی او د اسراییل وروستۍ کړنې یې د نړۍوالو اصولو ښکاره سرغړونه بللې ده.
هغه خبرداری یې ورکړی چې د دغه “تېري” مناسب ځواب به ورکړي.