
کابل ټيلیګراف – ۲۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي وایي، اسراییل ستره تېروتنه کړې او پایلې به یې دغه رژیم بېچاره کړي.
هغه زیاته کړې چې ایرانی ملت به د خپلو “شهیدانو” وینې او د خپل هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه له پامه ونه غورځوي.
خامنه یي دغه راز زیاته کړې چې ځواکونه یې د اسراییل د بریدونو ځواب ته چمتو دي.
دا په داسې حال کې ده اسرائیلو د ایران پر بېلابېلو سیمو درانه بریدونه وکړل چې په پایله کې یې د مهمو پوځي چارواکو په ګډون سلګونه کسانو ته مرګژوبله واوښته.