
کابل ټیلیګراف – ۲۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
پر ایران د اسرائیلو له برید وروسته، د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي پر امریکا نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې مقابل لوري اټومي مذاکرات بېمعنا کړل.
ښاغلي بقايي امریکا ته په خطاب ویلي: «تاسې نشئ کولای چې په یوه وخت کې د مذاکراتو ادعا وکړئ، کار تقسیم کړئ او صهیونیستي رژیم ته د ایران پر خاوره د برید اجازه ورکړئ.»
نوموړي امریکا د ایران پر ضد د اسرائیلو په ملاتړ تورنه کړې او زیاته کړې یې ده، چې د واشنګټن له ملاتړ پرته دغه بریدونه ناشوني وو.