
کابل ټیلیګراف – ۲۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا د ایران په تړاو د امنیت شورا بېړنۍ غونډه کې خبرداری ورکړی چې د اسراییل کړنې سیمه کې یوه ستر اټومي ناورین ته لار هواروي او پر ایران د دغه رژیم برید د ملګرو ملتونو د منشور او نړۍوالو قوانینو جدي سرغړونه ده.
دغه غونډه کې بیا د پاکستان استازي عاصم افتخار احمد هم ویلي، اسراییل د سولې د خبرو پر مهال پر ایران برید کړی او په خبره یې، دغه برید له اخلاقي پلوه د کرکې وړ او د نړۍوالو اصولو خلاف ګڼل کیږي. نوموړي زیاته کړې چې ایران د خپلې دفاع حق لري.
د ایران استازي امیر سعید ایرواني د اسراییل دغه بریدونه “وحشي جنایت” بللی او زیاته کړې یې ده چې دغه “قصدي او سیسټماټیکې وژنې نه یوازې غیرقانوني او غیرانساني دي، بلکې یو پلان شوی تېری ښیي.”
د چین استازي، فو کونګ هم ویلي، اسراییل پر ایران په برید سره له یوې بلې سرې کرښې هم پښه واړوله. هغه سي سي ټي وي ته ویلي، بیجینګ منځني ختیځ کې د ترینګلتیاو د زیاتېدو مخالف دی او د اسراییل د وروستیو کړنو د پایلو په تړاو اندېښنې لري.