پر افغانستان د ایران او اسرائیلو د جګړې اغیز؛ کلنۍ ۳ ميلیارد ډالري سوداګري تر ګواښ لاندې ده

کابل ټيلیګراف – ۲۵ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
له هغې ورځې چې د اسرائیلو او ایران ترمنځ مستقیمه جګړه پيل شوې، د افغانستان د سوداګرۍ پر بازارونو دغې جګړې مستقیم اغېز غورځولی دی. د هېواد په پلازمېنه کابل کې ښاريان وايي چې له تېرو دوو ورځو راهېسې د هغو خوراکي توکو بیې لوړې شوي چې له ایران څخه وارېدل. په دغو خوراکي توکو کې پروسس شوي لبنیات، غوړي، زینتي توکي او نور شامل دي.
د ایران او اسرائیلو ترمنځ جګړه وروسته له هغې پيل شوه چې د تېرې جمعې په شپه د جون په ۱۳مه اسرائیلو په يو پراخ اقدام کې د ایران پر نظامي او اټومي تاسیساتو او دغه راز په نظامي چارواکو بریدونه وکړل.
په دغو بریدونو کې د ایران د سپاه پاسداران د ځانګړې ډلې د قوماندان په ګډون شپږ نظامي جنرالان او د ایران د اټومي انرژۍ پنځه متنخصصين او لسګونه عام وګړي ووژل شول او سلګونه نور ټپيان شول.
په مقابل کې يې ایران هم پر اسرائیلو پراخ بریدونه وکړل او اسرائیلو هم د دوهم ځل لپاره د ایران ګڼ ښارونه په نښه کړل.
د افغانستان او ایران د سوداګرۍ کچه
د ایران د دوغارون تایباد د ازادې سوداګریزې-صنعتي سیمې مشر وايي، د ایران صادراتي توکي د دوغارون له لارې د افغانستان ۴۰ میلیونه نفوس لرونکي بازار ته رسېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ کلنۍ سوداګري تر درې میلیارده ډالرو رسېږي.
محمدرضا مودودي وايي، افغانستان له عراق وروسته د ایران دویم ستر اقتصادي شریک دی.
نوموړي زیاته کړه، نږدې ۹۰ سلنه صادراتي توکي د دوغارون ګمرک له لارې هرات ته صادرېږي، چې دا د ایراني محصولاتو د مقبولیت ښکارندویي کوي.
مودودي ټینګار وکړ چې لا تر اوسه د دوغارون له ظرفیتونو سمه ګټه نه ده اخیستل شوې، حال دا چې دا سیمه د افغانستان له خوا د ایران تر ټولو ستره تجارتي دروازه ده.
د افغانستان پر بازارونو د اسرائیلو او ایران د جګړې اغېز
له تېرو دوو ورځو راهېسې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد يو شمېر ولايتونو کې د خوراکي او ځينو نورو توکو بیې مخ په لوړېدو دي او پر دې سربېره د هغو خوراکي توکو د کمښت وېره هم محسوسېږي چې يا له ایران وارېدېږي او يا هم د ايران له لارې افغانستان ته له نورو هېوادونو وارېدېږي.
د کابل ښار يو اوسېدونکی سید رضا چې پرون يې د کابل ښار په منډوي کې د خوراکي توکو بیه کړې وايي، له نن سهار بیو سره يې ډېر توپير لیدل کېږي.
دی وايي: «پرون ما لس لیټره غوړي چې ایران هم نه دي، بیه کړل په ۹۵۰ افغانۍ وو، نن سهار په منډوي کې يې نرخ ۹۷۰ افغانۍ ته رسېدلی چې ښايي نورو ځايونو کې له زر افغانيو لوړ شوی وي، دوکانداران وايي، که د ایران او اسرائیل جګړه همداسې روانه وي، نرخونه نور هم لوړېدلی شي.
د کابل ښار د لسمې ناحیې اړوند يو ځايي دوکاندار د نوم او ادرس نه ښودلو په شرط کابل ټيلیګراف ته وويل چې پرون مازیګر ورته له منډوي پيغام رسېدلی چې منډوي کې نرخونه لوړ شوي بايد د خوراکي توکو نرخونه لوړ کړي.
دغه راز د کابل ښار د منډوي يو دوکاندار هم د نوم نه خپرولو په شرط وايي، نرخونه يو د ایران او اسرائیلو د جګړې له امله لوړ شوي او بل د افغانيو په وړاندې د ډالرو د ارزښت د لوړېدو له امله لوړ شوي دي.
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، افغانستان له دوو ګاونډيو هېوادونو ايران او پاکستان سره پراخه سوداګريزه راکړه ورکړه لري او په دغو هېوادونو کې دا ډول تاوتریخوالی کولی شي چې د افغانستان سوداګري او بازارونه له زیان سره مخ کړي.