خبرونهنړۍ

سي.ان.ان: پر ایران د اسرائیلو بریدونه ښايي څو اوونۍ دوام وکړي

کابل ټيلیګراف – ۲۵ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د سي.ان.ان نړیوالې تلویزیوني شبکې په سپينه ماڼۍ او د اسرائیلو په حکومت کې د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې پر ایران د اسرائیلو برید ښايي څو اوونۍ دوام وکړي.

يادې رسنۍ د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې دا عملیات د امریکا د متحده ایالتونو په ښکاره ملاتړ ترسره کېږي او موخه یې په ایران کې د اټومي تاسیساتو او اټومي پروسۍ شنډول دي.

په سپينه ماڼۍ کې يو امریکايي چارواکي دغې رسنۍ ته ويلي: «موږ اسرائیلو ته امر نه کوو، بلکې هغوی دا حق لري چې له خپل ځان څخه دفاع وکړي.»

دغه امریکايي چارواکي د ټرمپ د پالیسو په تړاو ويلي چې واشنګټن د اسرائیلو د نظامي پلانونو څخه خبر دی او د هغوی مخالفت هم نه کوي، بلکې ملاتړ يې کوي.

د اسرائیلو د حکومت يوه چارواکي هم سي.ان.ان تلویزیوني شبکې ته تایید کړې چې ټرمپ نه يوازې د دغو عملیاتو ملاتړی دی، بلکې د اوونيو لپاره د يادو عملیاتو له غځولو سره یې مخالفت هم نه دی کړی.

د ایران او اسرائیلو جګړه درېیمې ورځې ته غځېدلی او تېره شپه يو ځل بیا دواړو هېوادونو يو پر بل بریدونه ترسره کړي دي.