خبرونهنړۍ

هند کې د یوې چورلکې غورځېدو پېښه کې ۷ تنه وژل شوي

کابل ټيلیګراف – ۲۵ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

را پورونه وایي، د هندوستان هېواد په شمالي سیمو کې د یوې چورلکې د غورځېدو پېښه کې د یوه تازه زیږیدلي ماشوم په ګډون ۷ تنه وژل شوي.

دغه الوتکه چې نن سهار د هندوستان ګوپتکانشي سیمې ته الوتنه کړې وه، د ګائوریکوند په سیمه کې غورځیدلې ده.

هندي چارواکي وایي، سیمې ته یې مرستندویه ډله رسیدلې، خو تر اوسه د دغه الوتکې د سقوط لامل ندی روښانه شوی.

روانه اونۍ کې د هندوستان یوه بله مسافر وړونکې الوتکه هم غورځیدلې وه، چې له امله یې ۲۷۷ کسان وژل شوي وو.