
کابل ټيلیګراف – ۲۵ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د ننګرهار کامې ولسوالۍ په میرزاخېلو سیمه کې د ناچاوده مرمۍ د چاودنې له امله یو ۱۶ کلن هلک وژل شوی، د هغه خور او یو ورور یې ټپيان شوي دي.
په دغه ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وایي، پېښه هغه مهال رامنځته شوې، کله چې ماشومانو په یادې ناچاوده مرمۍ لوبې کولې.
دغه دفتر وایي، د پېښې ټپيان چې ماشومان دي، نږدې روغتون ته د درملنې په موخه لیږل شوي دي.
په افغانستان کې په تیر یو کال له ۳ زرو زیات کسان د ناچاودنه مرمیو د چاودنې له امله مړه او ټپیان شوي دي.