
کابل ټيلیګراف – ۲۵ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرائیلو او ایران د روانې جګړې په بهير کې ایران ته ګواښ کړی، که په دوی يې برید وکړ، د متحده ایالتونو له توند او بې مخینې غبرګون سره به مخ شي.
نوموړي د تروت په نوم يوې ټولنيزې شبکې کې پر خپله پاڼه لیکلي: «پر ایران برید کې موږ هېڅ ډول لاس نه لرو، که ایران په امریکا باندې یا امریکايي اهدافو باندې هر ډول برید وکړي، د متحده ایالتونو وسله وال ځواکونه به په خپله پوره وړتیا او ځواک ایران تر خپل بې مخینې برید لاندې راولي.»
بلخوا نوموړي دا یادونه هم کړې چې کولی شي، د ایران او اسرائیلو ترمنځ روغه جوړه وکړي او د دغې وینې توېیدنې مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ په دې وروستيو کې جګړه حساس پړاو ته رسېدلې او په تېرو درېیو ورځو کې يې يو پر بل پرلپسې بریدونه کړي دي.