
کابل ټيلیګراف – ۲۵ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو امر باالمعروف وزارت وایي، هغه کس چې له یوه چینايي وګړي سره یې نا مناسب چلند کړی و، ونیول شو.
د دغه وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر وایي، نیول شوي کس څو ورځې وړاندې له یوه چینايي وګړي سره نا مناسب چلند ترسره کړی و او د تعقیب په ترڅ کې ونیول شو.
د دغه وزارت په اعلامیه کې د نیول شوي کس نوم ندی په ډاګه شوی، خو انځور یې رسنیو سره شریک شوی.
د طالبانو امر باالمعروف وزارت وروسته له هغې یاد اقدام کوي، چې د نیول شوي کس په اړه په ټولنیزو رسنیو کې زیات غبرګونونه خپاره شول.