افغانستانخبرونه

د پاکستان بریدونو کې دوه طالب جنګیالي وژل شوي

کابل ټيلیګراف – ۲۵ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

سرچینې وایي، د کونړ ولایت  شیګل ولسوالۍ اړوند ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د طالب جنګیالیو او پاکستاني پوځ ترمنځ وسله واله نښته کې دوه طالبان وژل شوي.

دغه سرچینې رسنیو ته ویلي، چې نښته پرون د شیګل په تخته خوړ سیمه کې د طالبانو لخوا د یوې پوستې جوړولو پر سر رامنځته شوې ده.

تر اوسه کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولینو د دې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځ وړاندې د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو د توغول شویو توغندیو له امله یو تنکی ځوان وژل شوی و.