افغانستانخبرونه

د طالبانو د حج وزیر: د حج مراسمو پر مهال ۱۰ افغان حاجیان مړه شوي

کابل ټيلیګراف – ۲۵ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزیر نورمحمد ثاقب وايي، سږکال د حج مراسمو پر مهال ۱۰ افغان حاجیان، چې څلور یې ښځې او شپږ یې نارینه دي، مړه شوي دي.
ښاغلي ثاقب دا احصائیه د افغانستان ملي تلویزیون سره په یوه مرکه کې، چې اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، اعلان کړې ده.
هغه وايي، له دې حاجیانو څخه دوه کسان په یوه ترافیکي پېښه کې او اته نور د طبیعي مرګ له امله مړه شوي دي.
د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست زیاتوي چې له دې حاجیانو څخه دوه کسان د سعودي عربستان په مدینه ښار کې، یو کس په عرفات او اووه نور په مکه ښار کې مړه شوي دي.
هغه ټینګار کوي چې دا پېښې له هغه وخته ثبت شوې دي چې د افغان حاجیانو د لېږد پروسه سعودي عربستان ته پیل شوې وه.
نورمحمد ثاقب وايي، دا حاجیان د خپلو کورنیو د رضایت ترلاسه کولو وروسته په سعودي عربستان کې خاورو ته سپارل شوي دي.
سږکال له افغانستان څخه ۳۰ زره حاجیان د حج مراسمو ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي وو.
د افغان حاجیانو د بېرته ستنېدو پروسه پنځه ورځې وړاندې پیل شوې وه او په لومړي پرواز کې ۳۴۶ حاجیان کابل ته لېږدول شوي دي.