افغانستانخبرونه

د طالبانو مشر: علما د عباداتو ترڅنګ په سیاست کولو هم مکلف دي

کابل ټیلیګراف – ۲۶ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو مشر کندهار کې د جهادي مدارسو د استادانو، مهتممینو او ناظمانو لپاره په جوړ شوي یو ورځني روزنیز او اصلاحي سیمینار کې ګډون او وینا کړې.

هغه ویلي چې عالمان د الله تعالی جل جلاله له لوري د انفرادي عباداتو د ادا کولو ترڅنګ د ټولنیزو عباداتو په ادا او سیاست کولو هم مکلف کړي دي.

د ده په خبره، عالمان به د امت ټولنیز او سیاسي مسایل پر مخ وړي، جهاد به کوي، شریعت به نافذوي، د خلکو ترمنځ به قضاء کوي او د هغو منازعات به حل کوي.

ده دغه راز ویلي، چې دیني عالمانو په هره زمانه کې په ډیرو سختو شرایطو کې د دین ساتنه کړې، مجاهدین یې روزلي، خلک یې جهاد کولو ته هڅولي او په دې لاره کې یې ډیري قربانۍ ورکړي دي.

هغه د مدارسو استادانو ته په خطاب کې ویلي، چې د شاګردانو په تعلیم او تربیه او د دوی د عقیدې، فکر او ذهن جوړولو کې زیات کوښښ وکړي، د طالبانو او شاګردانو ظاهري او باطني روزنې ته ښه پاملرنه وکړي.