افغانستانخبرونه

ډونالډ ټرمپ: ډېر ژر به ایران او اسرائیل سوله وکړي

کابل ټیلیګراف – ۲۶ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د ټولنیزې شبکې (تروت سوشل) په یوه پوسټ کې ویلي، چې ایران او اسرائیل به «ډیر ژر» سوله وکړي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړې، چې په دې تړاو نامعلومې زیاتې ناستې د ترسره کېدو په حال کې دي او دواړه لوري باید هوکړې ته ورسیږي.

ټرامپ پخپل پوسټ کې ویلي: « چې ایران او اسرائیل باید هوکړې ته ورسیږي او دغه کار به وکړي.»