
کابل ټیلیګراف – ۲۶ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
را پورونه وایي، په غزه کې د اسرائیلو تازه بریدونو کې ۲۰ تنه فلسطیني وګړي وژل شوي او تر ۲۰۰ زیات نور ټپيان شوي دي.
د فلسطین د عامې روغتیا وزارت وايي، دغه بریدونه د غزې په رفح ښار کې په هغه وګړو وشول، چې د مرستو د تر لاسه کولو په موخه د مرستو د ویش مرکز ته نږدې ورغلي وو.
دوی وایي، په مړو او ټپيانو کې ماشومان او میرمنې هم شتون لري، چې د خوراکي توکو د نشتون له امله د مرستو مرکز ته ورغلي وو.
د را پورونو له مخې؛ په غزې د اسرائیلو د برید له امله تر دا مهاله نږدې ۵۵ زره تنه فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۱۰ زرو په شاوخوا کې نور ټپيان شوي.