خبرونهنړۍ

ایران د موساد لپاره د جاسوسۍ په تور یو کس اعدام کړ

کابل ټیلیګراف – ۲۶ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

ایران د اسرائیلو استخباراتي ادارې موساد ته د جاسوسۍ په تور یو تن اعدام کړ، چې دا په تیرو څو اونیو کې درېیم کس شو، چې یاده سزا ورکول کیږي.

د ایران فارس خبري اژانس د راپور له مخې، په ایران کې د موساد لپاره د جاسوسۍ په تور نیول شوی کس په دار وځړول شو.

دغه اژانس د یاد کس نوم اسماعیل فکري ښودلی، چې د ډسمبر په میاشت کې نیول شوی و او نن د دوشنبې په سهار اعدام شو.

ایران وایي، اسماعیل فکري د موساد د دوو اجنټانو سره په اړیکه کې وو او هغوی ته استخباراتي معلومات ورکول.

د یادونې وړده، چې په تېرو څو اونیو کې دا د اسرائیل لپاره د جاسوسۍ په تور د دار زړولو درېیمه پېښه ده.