خبرونهنړۍ

بریتانیا په لومړي ځل یوه میرمن د خپلې استخباراتي ادارې مشره وټاکله

کابل ټیلیګراف – ۲۶ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

را پورونه وایي، بریتانیا په لومړمي ځل یوه میرمن د دغه هېواد د استخباراتو د عالي ادارې یا MI6  د مشرې په توګه وټاکله.

دغه میرمن بلیز میترووویلي نومیږي، ۴۷ کاله عمر لري او د ۱۹۹۹ کال راهیسې د بریتانیا په استخباراتي اداره کې کار کوي.

دغه میرمنه د بریتانیا په تاریخ کې د یادې ادارې د لومړۍ ښځینه مشرې او په ټوله کې د اتلسمې مشرې په توګه دنده پیل کړه.

د راپور له مخې، د بریتانیا لومړي وزیر سر کیئر سټارمر د لومړنۍ ښځینه مشرې ټاکنه “تاریخي” بللې ده. 

میرمن بلیز میترووویلي تر دې وړاندې د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت کې هم د هویت په پټ ساتلو سره مهمې دندې ترسره کړي دي.