افغانستانخبرونه

طالبانو د امو دریا نفتي حوزې د استخراج تړون له قرادادي شرکت سره لغو کړ

کابل ټیلیګراف – ۲۷ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي، د امو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې سرغړونو له امله فسخه شو.

افغان زیاته کړې؛ د یاد تړون د نقض مواردو د څېړنې په موخه له اړوند وزارتونو او ادارو څخه ګډې کمېټې ټاکل شوې وې.