
کابل ټیلیګراف – ۲۷ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
په تلابیب، اشغال شوي قدس او نورو اشغالي سیمو کې د عربي رسنیو په ګډون د نورو نړیوالو رسنیو نشرات هم سانسور شوي دي.
دغه راز ایراني رسنیو ادعا کړې، چې په تلابیب او نورو ښارونو کې د یوټیوب او انسټاګرام ژوندي نشرات هم حذف شوي دي.
له دې وړاندې د اسرائیلو پوځ د ایران د توغندیو لګېدو له سیمو څخه د انځورونو اخیستل منع کړي و او دا یې په «جنګي شرایطو کې له دښمن سره مرسته» بللې وه.