
کابل ټیلیګراف – ۲۷ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د ۲۱ اسلامي هېوادونو د بهرنيو چارو وزیرانو په يوه ګډه اعلامیه کې پر ایران د اسرائیلو برید غندل شوی او دا يې د ملګرو ملتونو له اصولو څخه سرغړونه بللې ده.
په دغه اعلامیه کې ويل شوي چې د جون له ۱۳مې تر اوسه چې اسرائیل پر ایران کوم بریدونه کوي د امنیت نړیوالې شورا او د ملګرو ملتونو د منشور خلاف عمل دی.
په دغه اعلامیه کې پر ښه ګاونډیتوب، د ښځو او ماشومانو د حقونو پر رعایت او د منځني ختيځ د کړکېچ او ستونزو پر حل هم ټينګار شویدی.
دغه راز يادونه شوې چې له جګړو او تاوتریخوالي پاک منځی ختيځ د ټولې نړۍ لپاره ګټور دی او د جګړې دوام د اټومي جګړې د پيل ګواښونه له ځانه سره لرلی شي.