
کابل ټیلیګراف – ۲۷ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په سیمه کې د کړکېچ سربېره له افغانستان سره د هېوادونو سوداګریزه راکړه ورکړه په منظم ډول او له خنډ پرته دوام لري.
په اعلامیه کې راغلي، چې هېواد کې د بنسټیزو سوداګریزو توکو نرخونه نه دي لوړ شوي او په تړاو یې د ځینو رسنیو راپورونه ناسم دي.
دغه راز صنعت او سوداګرۍ وزارت ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت بدیلې وارداتي لارې موندلي او په بازارونو کې به د نفتي او نورو اړینو توکو د کمښت ستونزه رامنځته نشي.
دغه وزارت له هېوادوالو غوښتي، چې په شایعاتو او شخصي لیدلوریو باور ونه کړي.