افغانستانخبرونه

د طالبانو یو پلاوی چین ته ولاړ

کابل ټیلیګراف – ۲۷ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ نن (سې‌شنبه) د چین – سویلي اسیا په نهم نندارتون او فورم کې د ګډون په موخه چین ته ولاړ.

ارګ په خبرپاڼه کې لیکلي چې دغه لوړ پوړی پلاوی د چین په رسمي بلنه دغه هیواد ته روان شوی چې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر، نورالدین عزیزي او د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین، محمد نعیم هم پکې شامل دي.

حنفي به په دغه غونډه کې د چین له ځينو چارواکو سره هم کتنې ولري.