افغانستانخبرونه

یوه امریکایي سناتور ګانګرس ته پر ایران د امریکا د احتمالي برید د مخنیوي لپاره طرحه وړاندې کړې

کابل ټیلیګراف – ۲۷ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

یوه امریکايي سناتور برني سنډرز د دې هېواد پارلمان (کانګرس) ته یوه طرحه وړاندې کړې، چې له مخې به یې پر ایران د امریکا د احتمالي برید مخه ونیول شي.

دغه طرحه چې له «ایران سره جګړې ته د نه ویلو» تر عنوان لاندې جوړه شوې، د امریکا له کورنۍ بودیجې څخه د ایران پر وړاندې د جګړې مخه نیسي.

دغه سناتور په یوه بیانیه کې ویلي، پر ایران د اسرائیلو غیرې قانوني بریدونه نړیوال قوانین نقضوي او کانګرس باید په ډاګه کړي چې امریکا به د نتانیاهو په غوښتنه جګړه کې ښکېله نه شي.