خبرونهنړۍ

اکسوس: سپینه ماڼۍ د ایران د بهرنيو چارو وزیر سره د مذاکراتو په لټه کې ده

کابل ټیلیګراف – ۲۷ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د اکسوس په نوم يو خبري چینل د امریکايي چارواکو په حواله خبر ورکړ چې سپينه ماڼۍ د ایران د بهرنيو چارو له وزیر سره د ایران-اسرائیل جګړې د درېدو لپاره د مذاکراتو په لټه کې ده.

په سپینه ماڼۍ کې څلورو امریکايي چارواکو دغې خبري سرچینې ته ويلي د ټرمپ حکومت د اسرائیلو او ایران ترمنځ د جګړې د سوله ييز حل لپاره د ایران د بهرنيو چارو وزیرا عباس عراقچي سره د مذاکراتو هڅې کوي.

ټاکل شوې چې دا مذاکرات راتلونکي دوشنبه په ورځ ترسره شي چې د امریکا په استازي توب به په کې د ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی استیو ویتکاف ګډون وکړي.

اکسوس ويلي چې د خبرو اترو په جریان کې ښايي، ډونالډ ټرمپ د ډبره ماتونکو بمونو د ګټې اخېستو ګواښ هم وکړي. دا بمونه کولی شي چې د ځمکې لاندې د وسلو زېرمې او اټومي بټۍ له منځه يوسي.