افغانستان کې د خوارځواکۍ ناورین؛ درې نیم میلیون ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي

کابل ټیلیګراف – ۲۷ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
په داسې حال کې چې ورځ تر بلې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې انساني ناورینونه رامنځته کېږي، تازه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو موجوده ادارو په ښځو او ماشومانو کې د خوارځواکۍ د زیاتوالي خبرداری ورکړی دی.
د راپور پر بنسټ په افغانستان کې شاوخوا درې نيم (۳.۵) میلیون تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان له شدیدي خوارځواکۍ سره مخ دي، چې له ډلې يې د يو ميليون او ۴۰۰ زره ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندق (يونیسف)، د روغتيا نړیوال سازمان، خوړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په يوې ګډې اعلامیه کې په افغانستان کې له خوارځواکۍ سره د څو اړخیزې، ګډې او همغږې مبارزې باندې ټينګار کړی دی.
دغه راپور چې د یکشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۵مه خپور شوی، ټينګار شوی چې د ماشومانو تر څنګ په افغانستان کې ۴۰ سلنه ښځې هم له خوارځواکۍ سره مخ دي.
د دغو بنسټونو د ارزونې له مخې، په افغانستان کې ۹ ميليونه او ۸۰۰زره وګړي د خوړو له شدید کمښت سره مخ دي، او ۹۰ سلنه ماشومان – شاوخوا ۲ میلیونه او ۱۰۰زره ماشومان- د خوړو له کمښت سره مخ دي.
په دغه راپور کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندق د استازې اسانته انتیاموا له قوله راغلي: «بشپړ او مناسب خواړه د میندو او د هغوی د نویو زېږدلو ماشومانو لپاره ژوند ژغورونکي دي، خو په افغانستان کې ډېرې مېندې داسې مهال حامله کېږي چې له وړاندې له خوارځواکۍ سره مخ وي.»
هغې ګواښ کړی چې د میندو خوارځواکي نه يوازې د نا زېږېدلي ماشوم (جنین) د مړینې سبب ګرځي بلکې له زېږون وروسته د ماشوم د خوارځواکۍ او نورو ستونزو سبب ګرځي.
دغه راز په افغانستان کې د روغتیا د نړيوال سازمان استازي اډوېن سنیزا سالوادور هم ټينګار کړی: «خوارځواکي يوازې يوه لنډمهالې روغتيايي ستونزه نه ده، بلکې يو څرخ دی چې څو نسلونه تر اغېز لاندې راولي او د دغه څرخ سره د مبارزې لپاره نه يوازې روغتيايي خدمات باید چټک شي، بلکې د خوړو يو ملي پروګرام هم باید رامنځته شي.»
د لوږې د نوې څپې خبرداری
د دغه راپور په يوه بله برخه کې په افغانستان کې د خوړو د نړیوال سازمان د برنامو د مدير جان ایلیف په راتلونکو میاشتو په او په ځانګړي توګه ژمي کې د لوږې د زیاتوالي خبرداری ورکړی دی.
هغه وويل: «په افغانستان کې له هرو پنځو کورنيو څلور هغه يې د خوړو د مناسب رژيم توان نه لري او د خوړو له مرستو پرته ميليونونه افغانا د لوږې او خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو د سازمان استازي ریچارډ ترنچارډ هم ټينګار کړی چې د خوراځواکۍ پر وړاندې مبارزه بايد له ټولنې پيل شي. هغه زیاته کړې: «سالمه تغذیه له هماغه ځایه پيلېږي چې خلک خواړه کري او مصرفوي يې.د کروندګرو ملاتړ او د خوړو بنسټيزه پراختيا کولی شي چې کورنيو ته بېلابېل خواړه چمتو کړي.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندق (يونیسف) استازي تجو دين اوېواله په دغه راپور کې يادونه کړې چې په دې هېواد کې د خوړو ناورین يو سيمه يیز ناورین نه دی، بلکې د زیانمنو ماشومانو او ښځو په مقابل کې يو نړیوال ازماېښت دی.
هغه د دغې ستونزې د حل لپاره د پنځه کلن پلان ترڅنګ په بېړني اقدام ټينګار وکړ او يادونه يې وکړه که په افغانستان کې بېړنۍ مرستې ونه شي نو د خوارځواکۍ زیاتوالی به د ډېرو خلکو ژوند واخلي.
ملګرو ملتونو په داسې حال کې په افغانستان کې د خوارځواکۍ د زیاتوالي په اړه اندېښنه شریکه کړه چې د طالبانو حکومت ادعا کوي چې دغه هېواد د ځان بسیاینې خواته روان دی.
شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د کوچني اختر په مناسبت د طالبانو د رهبر ملا هیبت الله اخوندزاده په پيغام کې له خلکو غوښتل شوي وو چې په افغانستان کې د فقر او اقتصادي ستونزو په تړاو د ملګرو ملتونو په راپورونو باور ونکړي.
تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د خوړو د کمښت او فقر زیاتوالي په تړاو ويلي وو چې طالبانو له چا سره د خوړو او ډوډۍ ژمنې نه دي کړي. هغه له خلکو غوښتي وو چې د طالبانو د نظام په راتګ سره دې خوشاله او شکر ګزاره اوسي.