
کابل ټیلیګراف ۲۸ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د برمېنګهم ښاري شورا اعلان کړی چې دوی چمتو دي د “افغانانو د بیا مېشتېدو پروګرام” په چوکاټ کې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ ۱۲۴ افغان وګړي ومني.
د دغه پروګرام موخه دا ده چې د برېټانیا خاورې ته د شرایطو وړ افغانانو د خوندي لېږد یقیني شي.
د یوې برېټانیوۍ خبري رسنۍ د راپور لمخې، برمېنګهم تر دې مخکې هم افغان کډوال منلي او تر دې دمه یې د ۱۴۸ افغانو کورنیو د ادغام ملاتړ په بریالیتوب کړی دی.