خبرونهنړۍ

ټرمپ: اوسمهال خامنه‌اي نه وژنو؛ ایران باید بې قید او شرط تسلیم شي

کابل ټیلیګراف – ۲۸ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال 

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، اوسمهال د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌اي نه وژني خو ټينګار يې کړی چې ایران بايد پر اسرائیلو له بریدونو لاس واخلي او بې له کوم قید او شرط څخه تسلیم شي.

هغه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «موږ کره معلومات لرو، هغه چې ځان مذهبي رهبر ګڼي، چېرته پټ شوی دی. هغه اسانه موخه ده، ملګر اوسمهال خوندي دی، موږ به هغه اوسمهال له منځه يونسو (نه يې وژنو). خو یوازې د اوس لپاره.»

ټرمپ دا هم ويلي چې د متحده ایالتونو د صبر کاسه به هله نسکوره شي چې د ایران کوم توغندی په امریکايي ملکي او غیر ملکي موخه ولګېږي. او تر دغه پيغام وروسته يې په يو بل پيغام کې ليکي چې (بې قید او شرطه تسلیمېدل.)