افغانستانخبرونه

طالبانو له ازبکستان سره د ټرانسپورټي اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

کابل ټیلیګراف – ۲۸ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د ټرانسپورټ وزارت سرپرست، حمیدالله اخندزاده د ترکمنستان له سفیر، خواجه عوضوف سره په کابل کې کتلي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، نن (چهارشنبه) په دغه کتنه کې د ټرانسپورتي همکاریو، د سوداګریزو توکو د لېږد زیاتوالي او افغان موټرچلوونکو ته د ویزو د ورکړې د اسانتیاو پر موضوعاتو خبرې وشوې.

د ټرانسپورټ وزارت سرپرست وویل، اوس د کابل او عشق‌آباد ترمنځ د همکاریو پراخولو لپاره غوره فرصت برابر دی.

د ترکمنستان سفیر هم ډاډ ورکړ چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره، په ځانګړې توګه د ټرانسپورټ په برخه کې، خپلې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.