
کابل ټیلیګراف – ۳۱ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، تر هغې چې اسرائیل په ایران بریدونه ونه دروي، هیڅ ډول خبرو اترو ته نه کینو.
د سویس جنیوا ښار کې د جرمني، فرانسې او بریتانیا بهرنیو چارو وزیرانو د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره لیده کاته کړي.
د خبرو وروسته د ایران بهرنیو چارو وزیر رسنیو ته وویل چې نن یې د اروپا له مشرانو سره جدي او باوقاره خبرې وکړې.
هغه وویل چې دوی د اروپايي مشرانو سره د خبرو د دوام ملاتړ کوي او په راتلونکي کې له هغوی سره بیا لیدو ته تیار دي.
عراقچي وویل چې ایران یو ځل بیا د دیپلوماسۍ په اړه غور کولو ته چمتو دی، خو دا یې روښانه کړه چې د ایران د دفاعي وړتیاوو په اړه به هیڅ خبرې ونه شي.
هغه خبریالانو ته وویل چې اسرائیل باید د ایران پر ولسي وګړو بریدونه بند کړي، ترڅو د اسرائیل بریدونه نه وي درېدلي، د اټومي خبرو اترو امکان نشته.
د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر پر ایران غږ وکړ چې له امریکا سره خپلې خبرې اترې جاري وساتي.
د فرانس بهرنیو چارو وزیر وویل چې دوی فکر کوي دا دیپلوماتیک اقدام به د خبرو اترو لاره هواره کړي.