خبرونهنړۍ

اسرائیلو د مرستې تر لاسه کولو په تمه ولاړ ۳۵ فلسطینیان وژلي

کابل ټیلیګراف – ۳۱ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د اسرائیلو پوځ په غزه کې د ډزو په پایله کې ۳۵ هغه فلسطینیان شهیدان کړي، چې د مرستو تر لاسه کولو په تمه ولاړ وو.

عربي رسنیو د فلسطیني چارواکو په حواله ویلي چې دغه پېښه د غزې په نتساریم لارې په شاوخوا کې ترسره شوې ده.

 را پورونه وايي، وژل شوي هغه کسان دي، چې په لاسونو کې یې د مرستو تر لاسه کولو په موخه لوښې نیولي وو.

سربېره پر دې، اسرائیلي جنګي الوتکو د غزې د دیرالبلاح په سیمه کې یو کور په نښه کړ، چې له امله یې 8 فلسطینیان ووژل شول.

د فلسطیني چارواکو په وینا، د اسرائیلي پوځ د بریدونو په پایله کې نن په ټولیزه توګه پنځوس فلسطینیان ووژل شول.

بل خوا، د ملګرو ملتونو د یونیسف ادارې ویاند خبرداری ورکړی، چې په غزه کې خلک د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي.

یونیسف خبرداری ورکړی چې په غزه کې د خوړو د کمښت له امله د ماشومانو شمېر خطرناکې کچې ته رسیدلی دی.

یونیسف په خپل بیان کې ویلي چې د خوړو د کمښت له امله اغېزمنو ماشومانو لپاره خواړه او درمل شتون نه لري، او د اسرائیلي بریدونو له امله د اوبو، روغتیا او صفايي نظام ته سخت زیان رسیدلی دی.