افغانستانخبرونه

د ایران په قم کې ۲۲ کسان له اسرائیلو سره د اړیکو په تور نیول شوي

کابل ټيلیګراف – ۳۱ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د ایران د قم ولایت د پولیسو د اطلاعاتو رییس اعلان کړی، چې پر ایران د اسرائیلو د بریدونو له پيل راهیسې تر دې مهاله په یاد ولایت کې ۲۲ کسان د صهیونیستي رژیم د جاسوسۍ له سازمانونو سره د اړیکو په تور نیول شوي دي.

همدارنګه هغه زیاته کړې،  پر یادو کسانو د عامه ذهنیت د ګډوډولو او له صهیونیستي رژیم څخه د ملاتړ تور هم دی.