
کابل ټيلیګراف – ۳۱ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
فاریاب کې د طالبانو ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کې له تېرو جګړو د پاتې ډیسي توپ سرګلولې چاودنې له امله پنځه کسان ټپیان شوي دي.
فاریاب کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سرګلوله د عیسی په نوم یوه تنکي ځوان پیدا کړې وه او د پلور لپاره یې د قیصار ولسوالۍ د بازار حیدريخانه سیمه کې د اوسپنیزو توکو د پېرلو دوکان ته وړې وه چې چاودلې ده.
سرچېنې د معلوماتو له مخې چې په دغه چاودنه کې د یاد ځوان په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي دي..