
کابل ټيلیګراف – د چنګاښ لومړۍ نېته ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، امریکا د فردو، نتنز او اصفهان په ګډون پر دریو ایراني اتومي تاسیساتو بریدونه بشپړ کړي دي.
نوموړي پر ټروت سوشل خواله رسنۍ په خپل پیغام کې لیکلي: ”موږ په ایران کې پر دریو اتومي تاسیساتو خپل بریدونه بشپړ کړي دي، چې فردو، نتنز او اصفهان پکې شامل دي. ټولې الوتکې اوس د ایران له هوايي حریمه بهر دي.”
نوموړي زیاته کړې، ”د بمونو یو بشپړ بار” پر فردو غورځول شوی او اوس ټولې الوتکې بېرته امریکا ته پر لار دي.
نور تفصیل پر بي بي سي پښتو ټکی کام وېبپاڼه لوستلای شئ، چې په ژوندۍ بڼه خپرېږي.