خبرونهنړۍ

نتن یاهو: د ایران اټومي پروګرام د ختمولو ژمنه پوره شوه

کابل ټيلیګراف – د چنګاښ لومړۍ نېته ۱۴۰۴ لمریز کال

د اسرائیلو لومړي وزیر نتن یاهو وایي، د ایران اټومي تاسیساتو باندې د امریکا بریدونه د اسرائیلو په بشپړه همغږۍ سره ترسره شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، د ایران اټومي پروګرام د اسرائیلو د وجود لپاره ګواښ و او د نړۍ سولې ته یې هم خطر پېښ کړی و.

هغه زیاته کړه چې ولسمشر ټرمپ د عملیاتو له بشپړېدو سمدستي وروسته له ده سره ټیلیفوني اړیکه ونیوله.

د اسرائیلو لومړي وزیر وویل، د ایران اټومي پروګرام د ختمولو ژمنه پوره شوې ده او ایران په سیمه کې ترهګري ته وده ورکوي.

نتاتن یاهو وایي، امریکا په وخت او پرېکنده اقدام سره نه یوازې خپلو متحدینو ته بلکې ټولې نړۍ ته یو روښانه پیغام ورکړی دی.

هغه زیاته کړه چې د منځني ختیځ د سولې او ثبات لپاره د ایران پر وړاندې نورو قاطع ګامونو ته اړتیا ده.

هغه ولسمشر ټرمپ ته د اسرائیلو د بشپړ ملاتړ ډاډ هم ورکړ.

د یادونې وړده، چې د شنبې په شپه ۲:۳۰ بجې، امریکا د ایران د فردو، نطنز او اصفهان اټومي سایټونه په نښه کړي.

د ایراني چارواکو په وینا، د امریکا د بریدونو وړاندې یاد اټومي تاسیساتو تخلیه شوې وو.