خبرونهنړۍ

ایران: د اسرائیلو یو جاسوس اعدام شو

کابل ټيلیګراف – د چنګاښ لومړۍ نېته ۱۴۰۴ لمریز کال

 د ایران د قضایی قوې د رسنیو مرکز اعلان کړی دی چې د مجید مسیبي په نوم د موساد جاسوس اعدام شو.

د دغه اعلامیې له مخې؛  د مجید مسیبي د اعدام حکم، چې د موساد د عامل په توګه نیول شوی او محاکمه شوی و، نن سهار پلي شو.

د صدا او سیما د خبر له مخې؛ د یاد کس د دوسیې د اسنادو له مخې، نوموړي د موساد سره د همکارۍ پر مهال هڅه کوله چې محرم معلومات موساد ته ورکړي او په بدل کې یې کریپټو پیسې ترلاسه کولې.

هغه د خلیج په یوه هیواد کې د موساد سره اړیکه نیولې وه او په اوونیز ډول یې په یوه اړیکو پلیټ فارم کې خپل کاري راپور وړاندې کاوه.