افغانستانخبرونه

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر ترکیه کې اسحق ډار سره کتلي

کابل ټیلیګراف – د چنګاښ لومړۍ نېټه ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په استانبول کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د ۵۱مې ناستې په څنډه کې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار سره وکتل.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاءاحمد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه‌اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییزو پروژو، سوداګرۍ او ټرانزیټ پر موضوعاتو خبرې وکړې.

هغه لیکلي، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هیله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو له پیاوړتیا سره به دوه‌اړخیزې عملي همکارۍ لا زیاتې پراخې شي.

ضیاءاحمد زیاته کړې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم ټینګار وکړ چې دواړه هېوادونه کولای شي د “افغان ټرانس” د پراختیا په څېر لویو پروژو کې عملي پرمختګ وکړي.

یاد وزارت ویلي، همداراز په دې لیدنه کې د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د ډیالوګ د راتلونکې ناستې په اړه – چې ټاکل شوې په کابل کې ترسره شي – هم خبرې وشوې.