
کابل ټیلیګراف – د چنګاښ لومړۍ نېټه ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې نن (یکشنبه، د چنګاښ لومړۍ نېټه) روسیې ته ځي او سبا به د یاد هېواد له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.
نوموړي روسیه د ایران دوست هېواد بللی او ویلي یې دي، چې یاد هېواد سره ستراتیژیکه ملګرتیا لري.
نوموړي استانبول کې یوې خبري غونډې ته زیاته کړه چې امریکا د ملګرو ملتونو منشور ته درناوی نه کوي او پر ایران د برید سره یې له یوې سرې کرښې پښه واړوله.
ښاغلي عراقچي دغه راز ویلي، دا چې هېواد یې اوس تر یرغل لاندې دی نو باید د خپلې دفاع د مشروع حق لهمخې ځواب ورکړي.