افغانستانخبرونه

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ایران د امریکا برید د ملګرو ملتونو د منشور خلاف بللی

کابل ټیلیګراف – د چنګاښ لومړۍ نېټه ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ایران د امریکا برید د ملګرو ملتونو د منشور خلاف او د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ بللی دی.

حامد کرزي د دغه برید د غندنې ترڅنګ د ایران له ولس سره خواخوږي څرګنده کړې او له ټولو هېوادونو یې غوښتي چې د ملګرو ملتونو منشور، نړۍوال قوانین او د ملګرو ملتونو د اټومي وسلو د پراختیا مخنیوي قوانین په پام کې ونیسي.

کرزي ویلي، د ایران د اټومي وسلو اړوند مسله باید د اټومي انرژۍ د نړۍوال سازمان له لوري له “منطقي” لارې حل شي او امریکا هم باید د ډیپلوماسۍ لار غوره کړي.