افغانستانخبرونهکابل ټیلیګراف
د روغتیا نړۍوال سازمان استازو د روغتیایي وضعیت ارزونې لپاره تورخم ته سفر کړی

کابل ټیلیګراف – ۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) استازو د راستنېدونکو کډوالو د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه تورخم ته سفر کړی.
د یاد سازمان استازو راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیايي خدمتونو د زیاتوالي ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې ښځو او ماشومانو ته به لومړیتوب ورکړل شي.
افغانستان کې د یاد سازمان دفتر وايي، چې دغه سفر د روغتیايي اړتیاوو د پېژندلو او له روغتیايي همکارانو سره د همغږۍ لا پیاوړتیا په موخه شوی دی.