افغانستانخبرونه

غزني کې یو تن وژل شوی دی

کابل ټیلیګراف – ۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

غزني کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت  په ګیرو ولسوالۍ کې یو کس تېره شپه د ناپېژانده کسانو له لوري وژل شوی دی.

د غزني د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره شپه د ګیرو ولسوالۍ د دېسي په کلي کې شوې ده.

امنیه قوماندانۍ لیکلي چې په دې تړاو یې څو کسان نیولي او ښایي چې دغه پېښه د خپلمنځي شخړې له امله شوې وي.

سرچينې لیکلي چې نیول شوي کسان تر څېړنو لاندې دي.