
کابل ټیلیګراف – ۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
نړیوالې رسنۍ وایي، د ایران لخوا نن ماښام په رسمي ډول په قطر او عراق کې د امریکا په اډو بریدونه پیل شول.
ایران هم تائید کړې، چې په یادو امریکایي اډو یې د بشارت فتح په نوم عملیات پیل کړي او تر اوسه یې په قطر کې د امریکا په العدید اډه باندې شپږ توغندي ور توغولي دي.
بلخوا اکسیوس اعلان کړی، چې د دغه برید سره هم مهاله ایران په عراق کې هم د امریکا په اډو بریدونه پیل کړي.
د دغه بریدونو وړاندې متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان په دغه هېوادونو کې ټول پروازونه لغوه کړي و او ترکیه بیا یادو هېوادونو ته د خپلو الوتکو پروازونه لغوه کړي وو.
په ورته وخت کې امریکایي رسنۍ وایي، چې ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته د دغه هېواد د ملي امنیت شورا بېړنۍ غونډه ور بللې او راتلوونکې ۲۴ ساعتونه یې د امریکا، منځني ختیځ او ایران لپاره مهم یاد کړي.
تر اوسه په عراق او قطر کې د امریکا په اډو د شویو بریدونو د زیانونو او غبرګونونو په اړه څه ندي ویل شوي.