خبرونهنړۍ

ایران:په قطر کې مو د امریکا العدید اډه په بشپړ توګه ویجاړه کړه

کابل ټیلیګراف – ۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال 

د ایران د ملي امنیت عالي شورا لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې په ایران د امریکا د تجاوز په ځواب کې یې په قطر کې د امریکا العدید اډه باندې برید کړی او دغه اډه یې په بشپړ ډول ویجاړه کړې ده.

په دغه اعلامیه کې ویل شوی: (( د متحده ایالاتو لخوا د ایران د هستوي تاسیساتو او ځایونو پر وړاندې د تجاوزکارانه او بې شرمه کړنې په ځواب کې، څو ساعته وړاندې د ایران اسلامي جمهوریت پیاوړو وسله والو ځواکونو په قطر کې د متحده ایالاتو د هوايي ځواکونو اډه العدید په بشپړه توګه ویجاړه کړه.))

په دې اعلامیه کې ویل شوي، دې بریالي عملیاتو کې کارول شوي توغندي شمېر د هغو بمونو شمېر سره برابر و، چې متحده ایالاتو د ایران د هستوي تاسیساتو په برید کې کارولي وو؛ او هغه اډه چې د ایران ځواکونو لخوا په نښه شوې، د قطر د ښاري تاسیساتو او استوګنیزو سیمو څخه ډېره لیرې فاصله لري.

د ایران د ملي امنیت عالي شورا وایي، دا کړنه د زموږ د دوست او وروڼه هېواد، قطر او د هغه شریفو خلکو لپاره هیڅ ډول خطر نه لري، او د ایران اسلامي جمهوریت لاهم د قطر سره د تودو او تاریخي اړیکو د ساتلو او دوام لپاره ژمن دی.

بلخوا قطر په دغه هېواد کې د امریکا په اډه باندې برید غندلی او د نړیوالو قوانینو له مخې یې د چلند غوښتنه کړې.